هرات کې د «پیام نور» نندارتون
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41600-هرات_کې_د_پیام_نور_نندارتون
هرات ولایت کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د پيام نور نندارتون په لاره واچول شو
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 22, 1403 14:19 Asia/Kabul
  • هرات کې د «پیام نور» نندارتون

هرات ولایت کې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د پيام نور نندارتون په لاره واچول شو

په دې نندارتون کې، د نقاشۍ، خطاطۍ او نورو هنري نمونو په برخو کې له پنځه اویا څخه زیات هنري اثار نندارې ته وړاندې شول. د هرات د ملي موزیم رییس عبدالله عثماني وویل چې په دې نندارتون کې څلوېښت غوره هنرمندانو خپل اثار نندارې ته وړاندې کړي دي.هرات کې د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي هم ویلي دي چې هرات د افغان اصلي هنرونو زانګو ده او د دې ولایت هنرمندان توانیدلي دي چې د هیواد کلتوري میراث ژوندی وساتي.هغه دا ولایت د هیواد د هنرمندانو کور وباله او وویل چې په هرات کې د افغانستان اصلي هنرونه لا هم ژوندي او وده کوي.