د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونې د مسوولینو ناسته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41599-د_افغانستان_او_پاکستان_سوداګرۍ_خونې_د_مسوولینو_ناسته
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو چارواکو د تورخم لارې د بیا پرانیستلو لپاره غونډه کړې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 22, 1403 14:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونې د مسوولینو ناسته

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو چارواکو د تورخم لارې د بیا پرانیستلو لپاره غونډه کړې ده.

د دې خونې چارواکو وویل چې دا غونډه نن له غرمې مخکې وشوه او دواړو خواوو د دې ستونزې د حل لپاره پر لارو چارو بحث وکړ.د تورخم بندر د شاوخوا دریو اونیو راهیسې د خلکو او سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره تړل شوې دهمخکې له دې هم د دواړو خواوو د سوداګرو او د سوداګرۍ خونو ترمنځ غونډې شوې وې، خو داسې ښکاري چې کومه پایله یې نه ده ورکړې.په دې موده کې د سرپرست حکومت او پاکستاني پوځ ترمنځ په تورخم بندر کې خونړۍ نښته د دې لارې د دوامداره تړلو اصلي لامل بلل شوی دی.دا په داسې حال کې ده چې افغان او پاکستاني سوداګرو ته په میلیونونو ډالر مالي زیانونه اوښتي دي، او د دې بندر دوامداره تړل کېدو د دواړو خواوو ترمنځ لویه اندېښنه راپارولې ده.