سوریه کې د وسلوالو ډلو جنایتونو دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41562-سوریه_کې_د_وسلوالو_ډلو_جنایتونو_دوام
د سوریې په ساحلي سیمو کې د وسله والو ډلو لخوا لاهم جرمونه دوام لري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 21, 1403 14:01 Asia/Kabul
  • سوریه کې د وسلوالو ډلو جنایتونو دوام

د سوریې په ساحلي سیمو کې د وسله والو ډلو لخوا لاهم جرمونه دوام لري.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې اعلان وکړ چې وسله والې ډلې د بریدونو د پای ته رسیدو له اعلان سره سره د سوریې د ساحلي اوسیدونکو پر وړاندې جرمي اعمالو ته دوام ورکوي. ویل کیږي چې تر اوسه پورې په دې سیمه کې له یو زر او درې سوه څخه ډیر کسان وژل شوي دي.په دې سیمو کې عیني شاهدان د سوریې په ساحلي سیمو کې د دې عملیاتو د تعقیب لپاره د نړیوال ملاتړ او د حقیقت موندنې نړیوالې کمیټې د جوړولو غوښتنه کوي.په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي په سوریه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د ملکي وګړو د ژوند د ساتنې لپاره یې د هڅو غوښتنه وکړه.خو، ابو محمد الجولاني، چې د انتقالي دورې په جریان کې د سوریې د حکومت لنډمهاله مشر ده، د خپلو امنیتي ځواکونو له خوا د سلګونو علویانو د وژنې په اړه څرګندونې وکړې، او ادعا یې وکړه چې سوریه د قانون پر بنسټ ولاړ هیواد دی او هغه به اجازه ورنکړي چې د بې ګناه خلکو وینه توی شي.