په روسیه د اوکراین هوايي بریدونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41561-په_روسیه_د_اوکراین_هوايي_بریدونه
د روسیې په پلازمېنه کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 21, 1403 14:00 Asia/Kabul
  • په روسیه د اوکراین هوايي بریدونه

د روسیې په پلازمېنه کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په وینا، په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د مسکو په سیمه کې یو نوي بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي دي.دغه وزارت په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې په ټوله روسیه کې د ویشتل شویو بې پیلوټه الوتکو شمیر اعلان کړ، چې ټولټال درې سوه او اووه دیرش ته رسیږي.د روسیې په پلازمېنه کې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته، د مسکو په دریو هوايي ډګرونو کې عملیات په موقت ډول محدود شول.د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په مسکو کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې برید په غبرګون کې وویل چې کیف په داسې کړنو سره خپل ترهګریز طبیعت ښيي.دا بریدونه په سعودي عربستان کې د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ د اړیکو ښه کولو او له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو په موخه د خبرو اترو له پیل څخه څو ساعته مخکې وشول.