د کرکټ اتلانو جام غوره لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي
حوت 21, 1403 13:58 Asia/Kabul
دوه افغان لوبغاړي د اتلانو جام په غوره لوبډله کې شامل شول.
د کرکټ نړیوالې شورا د چمپینز ټرافي لپاره د کال غوره لوبډله اعلان کړه. په دې لېست کې دوه افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ او عظمت الله عمرزی هم شامل دي.د چمپینز ټرافي په غوره لوبډله کې، یوازې د دریو هیوادونو لوبغاړي غوره شوي دي: افغانستان، هند او نیوزیلینډ.ځدران د انګلستان په وړاندې د افغانستان په بریا کې یو سل او اووه اویا منډې جوړې کړې، چې د چمپینز ټرافي په تاریخ کې د یو لوبغاړي لخوا تر ټولو زیاتې منډې دي. هغه په دې ټورنمنټ کې ټولټال دوه سوه شپاړس منډې جوړې کړې.عمرزي هم په دې لوبه کې پنځه ویکټې واخیستې، اته پنځوس منډې یې ورکړې. هغه په چمپینز ټرافي کې ټولټال یو سل او شپږ ویشت منډې وکړې او اووه ویکټې یې واخیستې.