د ۲۰۲۵ اتلانو جام کې د هند بریا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41533-د_۲۰۲۵_اتلانو_جام_کې_د_هند_بریا
د هندوستان د کرکټ ملي ټیم پرون د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له نیوزیلند سره مخ شوی وو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 20, 1403 13:21 Asia/Kabul
  • د ۲۰۲۵ اتلانو جام کې د هند بریا

د هندوستان د کرکټ ملي ټیم پرون د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له نیوزیلند سره مخ شوی وو.

په پایلوبه کې نیوزیلند دوه سوه دوه پنځوس منډې هدف ورکړی وو هند وتوانېد په وروستي اوور کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف ته ورسیږي.په دې ترتیب هندوستان د چمپینز ټرافۍ اتلولي وګټله.په دا وار چمپینز ټرافي کې چې د پاکستان په کوربه توب وشوه او د هند لوبې په دوبۍ کې پلان شوې وې افغانستان هم برخه اخیستې وه.افغانستان که څه هم نسبتاً ښې لوبې وکړې خو د باران په سبب یې له اسټرالیا سره مهمه لوبه مساوي شوه چې په سبب یې افغان ټیم له مخکې تګه پاتې راغی.