امریکا کې د یوې الوتکې نسکوریدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41532-امریکا_کې_د_یوې_الوتکې_نسکوریدل
د امریکا د پنسلوانیا ایالت سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې یوه کوچنۍ الوتکه چې پنځه کسان پکې سپاره وو، د لنکستر هوايي ډګر ته نږدې لوېدلې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 20, 1403 13:20 Asia/Kabul
  • امریکا کې د یوې الوتکې نسکوریدل

د امریکا د پنسلوانیا ایالت سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې یوه کوچنۍ الوتکه چې پنځه کسان پکې سپاره وو، د لنکستر هوايي ډګر ته نږدې لوېدلې ده.

ویل کیږي چې دا پنځه مسافر ژوندي دي خو سخت ټپیان شوي دي.دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې د پیښې لامل څه و.په تېره یوه میاشت کې په متحده ایالاتو کې ورته پیښې څو ځله رامنځته شوې دي. په همدې میاشت کې، په فلاډلفیا کې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدو له امله اووه کسان ووژل شول، او په یوه بله مرګونې پېښه کې د واشنګټن هوايي ډګر ته نږدې یوه مسافر وړونکې الوتکه له یوې چورلکې سره ټکر شوه چې له امله یې اووه شپیته کسان ووژل شول.