د افغانستان او هند نږدې کیدو ته د پاکستان اندیښنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41529-د_افغانستان_او_هند_نږدې_کیدو_ته_د_پاکستان_اندیښنه
د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یوه پخواني ویاند ویلي دي چې د اسلام آباد اصلي اندیښنه هند سره د افغانستان اړیکې دي او دوی د دې دلیل لپاره په کابل د فشار راوړلو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 20, 1403 13:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان او هند نږدې کیدو ته د پاکستان اندیښنه

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یوه پخواني ویاند ویلي دي چې د اسلام آباد اصلي اندیښنه هند سره د افغانستان اړیکې دي او دوی د دې دلیل لپاره په کابل د فشار راوړلو لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي.

احسان الله احسان ویلي دي چې د سرپرست حکومت په اړه د پاکستان پالیسي په خطرناک ډول بدلیږي.هغه دا ادعا هم وکړه چې هند په کشمیر کې د افراطي وسله والو ملاتړ کوي او د پاکستان پر ضد یې کاروي.د تحریک طالبان پاکستان ډلې پخواني غړي دا هم وویل چې هند په افغانستان کې له جمهوریت سره نږدې اړیکې درلودې او سرپرست حکومت سره یې هم نږدې اړیکې جوړې کړې دي چې اسلام آباد یې اندیښمن کړی دی.احسان الله احسان ادعا کړې چې د پاکستان حکومت داعش د افغانستان پر وړاندې د یوې وسیلې په توګه کاروي دا هغه مسله ده چې اسلام آباد یې په کلکه ردوي، او وايي چې داعش د پاکستان یو له اصلي دښمنانو څخه دی.