امریکا سره د خبرو په تړاو د عراقچي څرګندونې
حوت 20, 1403 13:16 Asia/Kabul
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ټینګار کړی چې د یاد هیواد د اټومي انرژۍ پروګرام تل سوله ایز و او تل به وي.
هغه ایران سره د خبرو اترو لپاره د امریکا د وړاندیز په اړه ټینګار وکړ چې خبرې اترې له جبر څخه توپیر لري، او ایران به هیڅکله د فشار او بندیزونو لاندې خبرې اترې ونه کړي.ښاغلي عراقچي ویلي دي چې موږ اوس له دریو اروپایي هیوادونو سره - او په جلا توګه له روسیې او چین سره - په مساوي شرایطو او متقابل درناوي سره مشوره کوو.هغه ټینګار وکړ چې په تیرو وختونو کې، کله چې امریکا په خپلو خبرو اترو کې له ایران سره په درناوي چلند کړی، په بدل کې یې درناوی ترلاسه کړی، او کله چې یې ګواښونکی دریځ غوره کړی، د ایران له مخالفت سره مخ شوی دی.