امریکا څخه د جنایتونو د غرامت غوښتنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41526-امریکا_څخه_د_جنایتونو_د_غرامت_غوښتنه
د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو جنرالانو، افسرانو او سرتیرو د ټولنې مشر ویلي دي چې متحده ایالات باید په افغانستان کې د سلګونو زرو وژنو او د هیواد د ویجاړۍ تاوان ورکړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 20, 1403 13:15 Asia/Kabul
  • امریکا څخه د جنایتونو د غرامت غوښتنه

د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو جنرالانو، افسرانو او سرتیرو د ټولنې مشر ویلي دي چې متحده ایالات باید په افغانستان کې د سلګونو زرو وژنو او د هیواد د ویجاړۍ تاوان ورکړي.

شعورګل پښتون په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې امریکا له شلو کلونو راهیسې د افغانستان خلک وژلي او هیواد ته یې په میلیاردونو ډالر زیان رسولی دی چې باید تاوان ورکړي.هغه وويل چې امريکايانو په ګڼ شمېر وسلو او بمونو سره افغانان ووژل او بايد تاوان يې ورکړي.ښاغلي پښتون ویلي دي زه نړیوالې ټولنې ته چې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو دفاع کوي وړاندیز کوم چې د افغانانو د حقونو هم باید دفاع وشي.د هېواد د امنیتي ځواکونو د پخوانیو جنرالانو، افسرانو او سرتیرو اتحادیې یو پریکړه لیک صادر کړ چې له ګاونډیو هیوادونو څخه یې د افغانستان د هوايي حریم د ساتنې غوښتنه وکړه او هیواد ته یې د پخوانیو سرتیرو په راستنیدو ټینګار وکړ.