د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د اورښتونو وړاندوینه
حوت 20, 1403 13:14 Asia/Kabul
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې له نن ورځې څخه به د افغانستان بېلابېلې سیمې درنو واورو، بارانونو او طوفانونو سره مخ شي او دا طبیعي پیښې به د هیواد څلورویشت ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.
تمه کېږي چې په ځینو ولایتونو کې به واوره تر دېرش سانتي مترو پورې او باران به تر دېرش ملی مترو پورې ورسیږي.د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې د هرات، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، دایکندي، غزني، خوست، پکتیا، میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لغمان، کنړ، نورستان، بغلان، بدخشان، تخار او سالنګ سیمه کې به د واورې، باران او طوفانونو شاهد وي.دا په داسې حال کې ده چې په دې میاشت کې وروستیو سیلابونو د افغانستان په څو ولایتونو کې له څلویښتو څخه ډیر کسان وژلي دي.