د انقلاب رهبر سره د ایراني چارواکو لیدنه
حوت 19, 1403 13:17 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي انقلاب رهبر ایت الله خامنه ای د روژې په میاشت کې د دغه هیواد له چارواکو سره په یوه غونډه کې ټینګار وکړ چې د ځینو زورورو حکومتونو ټینګار د ستونزو د حل لپاره نه دی بلکې د خپلو تمو د تسلط او تحمیلولو لپاره دی، او د ایران اسلامي جمهوریت به هیڅکله د دوی تمې ونه مني.