د برازیل پر وړاندې د افغانستان ماته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41474-د_برازیل_پر_وړاندې_د_افغانستان_ماته
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د برازیل پر وړاندې ماتې وخوړه
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 18, 1403 12:56 Asia/Kabul
  • د برازیل پر وړاندې د افغانستان ماته

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د برازیل پر وړاندې ماتې وخوړه

دا سیالي چې د افغانستان پر وخت نن سهار ترسره شوه افغانستان د برازیل پر وړاندې مات شو خو یوه ښه لوبه یې وکړهلوبه په لومړۍ نیمایي کې د برازیل په ګټه دوه پر صفر پای ته ورسېده او افغانستان په دویمه نیمایي کې دوه نور ګولونه هم وخوړل خو په وروستیو دقیقو کې امید قنبري د افغانستان لپاره ګول وواهه.ایراني روزونکي مجید مرتضایي له لوبې وروسته وویل چې هغه په میدان کې د خپلو لوبغاړو له فعالیت څخه راضي دی او دوی په زړه پورې لوبه وښودله.هغه وويل چې هيچا فکر نه کاوه چې د افغانستان ملي لوبډله به داسې لوبه وکړي.د یادونې وړ ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلینډ ته څلور پر پنځو ماتې ورکړه.