افغانستان کې د امنیتي پېښو ۱۶.۸ سلنې کموالی
د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنی راپور خپور کړ چې په کې د سیاسي، امنیتي، نړیوالو اړیکو، اقتصاد او بشري حقونو وضعیت په اړه خبرې شوي دي.
که څه هم د سرپرست حکومت سیاسي انزوا او په دغه هیواد کې د ښځو د حقونو سرغړونه یوه ستونزه وبلله خو وویل چې په افغانستان کې د امنیت ضد پیښې د تیر کال په پرتله شپاړس اعشاریه اته سلنه کمې شوې دي.په دې راپور کې ویل شوي چې د دوه زره څلورویشتم کال د نومبر له لومړۍ نیټې څخه د دوه زره پنځه ویشتم کال د جنوري تر یو دیرشمې پورې ملګرو ملتونو په افغانستان کې امنیتي پیښې ثبت کړې چې په دې پیښو کې کمښت په ګوته کوي.خو انتونیو ګوتریش وویل سره له دې چې په تیرو دریو کلونو کې جګړې پای ته رسیدلي خو د افغانستان اقتصاد په بد او نازک حالت کې دی.په راپور کې دا هم ویل شوي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه له درې نیم لکه زیات افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي چې د هیواد په اقتصاد یې مثبت اغیزه نه ده کړې.