افغان کډوالو ته د پاکستان خبرداری
حوت 18, 1403 12:54 Asia/Kabul
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي هغه افغانان چې د اې سي سي کارتونه لري باید د روانې میاشتې تر پایه له پاکستانه ووځي.
دغه وزارت ویلي دي چې دغو ټولو کډوالو ته سپارښتنه شوې چې د دې نیټې تر پای ته رسیدو مخکې له پاکستان څخه ووځي.دې ادارې ټینګار کړی چې له پاکستان څخه د باعزته وتلو لپاره کافي فرصتونه شته او پولیس به د روان کال د اپریل له میاشتې وروسته د اخراج بهیر پیل کړي.که څه هم له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د دوه زره درویشتم کال په نومبر میاشت کې پیل شوه او لا هم روانه ده چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې کار د هغو کډوالو لپاره چې له لسیزو راهیسې په یاد هیواد کې ژوند کوي یوه لویه ستونزه رامنځته کړې ده.د ملګرو ملتونو چارواکو په وار وار د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغان کډوالو په جبري ایستلو باندې له سره غور وکړي.