نړۍ ته د افغانستان د جلغوزو صادرات
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41470-نړۍ_ته_د_افغانستان_د_جلغوزو_صادرات
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي سږ کال له افغانستان څخه څه باندې یوولس سوه ټنه جلغوزه نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 18, 1403 12:53 Asia/Kabul
  • نړۍ ته د افغانستان د جلغوزو صادرات

د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي سږ کال له افغانستان څخه څه باندې یوولس سوه ټنه جلغوزه نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د نوموړي په خبره د دغه توکو ټولیز ارزښت له څوارلس میلیونو ډالرو ډېر دی او ټولې نړۍ ته صادرېږي.د افغانستان جلغوزه تر ډیره چین، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، اردن، اتریش، ایټالیا، انګلستان، فرانسه، جرمني، استرالیا او ترکیې ته صادرېږيدا په داسې حال کې ده چې یوشمېر افغان سوداګر د افغاني محصولاتو په ځانګړي ډول وچې مېوې ته د نړیوال بازار د رامنځته کېدو هرکلی کوي او وايي چې سرپرست حکومت باید په دې برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.د افغان سوداګرو لپاره د ویزو ستونزې د افغانستان لپاره پر بانکي خدمتونو بندیز او د هوا له لارې د افغاني توکو پر لېږد بندیز هغه ننګونې دي چې افغان سوداګر ورسره مخ دي.