د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونې د مسوولینو لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41469-د_افغانستان_او_پاکستان_سوداګرۍ_خونې_د_مسوولینو_لیدنه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تورخم بندر د بیا پرانستلو په موخه یوه ناسته ترسره کړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 18, 1403 12:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونې د مسوولینو لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تورخم بندر د بیا پرانستلو په موخه یوه ناسته ترسره کړې.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد هم وویل، چې په دې غونډه کې پر دې ټینګار وشو، چې په اقتصادي مسایلو کې باید سیاسي لاسوهنه او د سوداګریزو لارو د بندېدو لامل شي.هغه دا هم وويل چې دواړه لوري غواړي دغه لاره ژر تر ژره پرانيستل شي او دواړو خواوو په دې برخه کې د اوربند غوښتنه وکړه.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ وویل چې کابل باید د روان کړکېچ د هواري لپاره په سوله ییزه توګه وړاندې شي.نوموړي د تورخم د لارې د تړل کېدو لامل د سرپرست حکومت کړنې وبللې او وويل، موږ له افغانستان څخه غواړو چې له تاوتريخوالي ډډه وکړي. ځکه چې د هېواد اقتصادي حالاتو ته په کتو دغه اقدامات سم نه دی.د تورخم بندر له څه باندې دوو اونیو راهیسې د ټرافیکو پر مخ تړل شوی او دې مسلې افغانان په ځانګړې توګه د روژې په مبارکه میاشت کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.