د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام وروستی پړاو
د هند او نیوزیلینډ ټیمونه چې ګروپي پړاو څخه تېر شول او په نیمه پای لوبه کې د نورو ټیمونو څخه مخکې شول په دوبۍ کې د یو بل په وړاندې وروستۍ لوبه ترسره کوي
د یادونې وړ ده چې نیوزیلینډ پرون په لاهور کې په دویمه نیمه پای لوبه کې سویلي افریقا ته د پنځوسو منډو په توپیر ماتې ورکړه. هندوستان، چې په دې مرحله کې یې د آسټرالیا په وړاندې هم لوبه کړې وه خپل سیال ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.افغانستان هم په خپله لومړۍ لوبه کې د جنوبي افریقا په وړاندې ماتې وخوړه خو په راتلونکې لوبه کې د انګلستان پر وړاندې دوی حیرانونکې بریا ترلاسه کړه.افغانستان دریمه لوبه د اسټرالیا په وړاندې وکړه خو د باران له امله سیالي پرته له کومې پایلې پای ته ورسېده. خو د اسټرالیا د یو پواینټ ګټلو دغه ټیم ته اجازه ورکړه چې نیمه پای لوبې ته لاړه شي او افغانستان له سیالۍ څخه ووځيد کرکټ نړیوال جام سیالۍ د فبروري په نولسمه په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې پیل شوې.اوس هند ټاکل شوې ده چې خپله وروستۍ لوبه د راتلونکې اونۍ د یکشنبې په ورځ د نیوزیلینډ په وړاندې خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي.