د سوریې په سویل کې خونړۍ نښته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41441-د_سوریې_په_سویل_کې_خونړۍ_نښته
له سوریې څخه راپورونه ښيي چې دمشق میشتې ډلې پورې تړلو ځواکونو د یاد هیواد په سویل کې له یو شمیر وسله والو کسانو سره نښته کړې چې په پایله کې یې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 16, 1403 14:05 Asia/Kabul
  • د سوریې په سویل کې خونړۍ نښته

له سوریې څخه راپورونه ښيي چې دمشق میشتې ډلې پورې تړلو ځواکونو د یاد هیواد په سویل کې له یو شمیر وسله والو کسانو سره نښته کړې چې په پایله کې یې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ویل کیږي چې دا نښته د سوریې په سویل کې د سویدا ولایت په الصنمین ښار کې شوې ده.عصمت العبسي، چې په دمشق کې د دې ډلې د دفاع وزارت سلاکار دی وویل چې د دوی ځواکونه په السنمین ښار کې په دوو کورونو کې د وسله والو په محاصره کولو کې بریالي شول.هغه ونه ویل چې دا وسله وال کسان په کومې ډلې پورې اړه لري.په سوریه کې د محمد الجولاني ډلې له تاسیس او په دې هیواد کې د تسلط وروسته دا ډله ادعا کوي چې په سوریه کې د ټول هیواد ثبات رامینځته کولو اراده لري او په ټولو وسله والو ډلو غږ کوي چې د هیواد په دفاع وزارت کې شامل شي.