د امریکايي پرمختللې بې پيلوټه الوتکې نسکوریدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41402-د_امریکايي_پرمختللې_بې_پيلوټه_الوتکې_نسکوریدل
د یمن د وسله والو ځواکونو یوه ویاند د یاد هیواد په لویدیځ کې د حدیده ولایت په اسمان کې د ایم کیو ناین په نوم د یوې پرمختللې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د نسکوریدو اعلان کړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 15, 1403 14:15 Asia/Kabul
  • د امریکايي پرمختللې بې پيلوټه الوتکې نسکوریدل

د یمن د وسله والو ځواکونو یوه ویاند د یاد هیواد په لویدیځ کې د حدیده ولایت په اسمان کې د ایم کیو ناین په نوم د یوې پرمختللې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د نسکوریدو اعلان کړی دی.

د دغو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل چې دا د دې ډول پنځلسمه بې پیلوټه الوتکه ده چې دوی د الاقصی طوفان عملیاتو له پیل راهیسې په فلسطین کې ویشتلې ده.هغه نن سهار وویل چې د یاد هیواد له هوايي حریم څخه تر سرغړونې وروسته د الوتکو ضد سیسټم الوتکه په نښه او له منڅه یوړه .جنرال سریع وويل چې هېواد يې د فلسطينيانو د ملاتړ او د مقاومت د لارې د دوام لپاره ژمن دی او په سره سمندر او عربي سمندرګي کې به د دښمنانو د کړنو څارنه جاري وساتي.