لویدیځه غاړه کې استشهادي عملیات
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41400-لویدیځه_غاړه_کې_استشهادي_عملیات
د صهیونیستي رژیم پوځ تېره شپه په لویدیځه غاړه کې د خپلو پوځيانو پر وړاندې د استشهادي عملیاتو خبر ورکړ
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 15, 1403 14:13 Asia/Kabul
  • لویدیځه غاړه کې استشهادي عملیات

د صهیونیستي رژیم پوځ تېره شپه په لویدیځه غاړه کې د خپلو پوځيانو پر وړاندې د استشهادي عملیاتو خبر ورکړ

ویل کیږي چې یوه فلسطیني مبارز د لویدیځې غاړې په شمال کې په یوه امنیتي پوسته کې پر اشغالګرو پوځيانو برید وکړ چې په ځوابي ډزو کې په شهادت ورسیدل .صهیونیستانو ادعا کړې چې په دې برید کې دوی ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی. په ورته وخت کې د حماس غورځنګ د لویدیځې غاړې په شمال د نابلس په لویدیځ کې د "حومیش" صهیونیست میشت ځای ته نږدې د دې عملیاتو په نوي کولو سره، ټینګار وکړ چې د مقاومت روحیه د انقلابي فلسطیني ځوانانو په زړونو کې ژوندۍ ده.په ورته وخت کې د صهیونیستي رژیم د داخلي امنیت اداره چې د شاباک په نوم پیژندل کیږي، ویلي دي چې د تحقیقاتو پر بنسټ د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر په اوومه د الاقصی د عملیاتو د مخنیوي لپاره ګناهکار دی.دې ادارې ویلي چې نتانیاهو د حماس ځواک او وړتیاوو په ارزونه کې ناسمه محاسبه کړې وه له همدې امله دا رژیم د الاقصی طوفان عملیاتو کې له سختې ماتې سره مخ شو.