سوریه کې د صهیونیستي بریدونو غندنه
ملګرو ملتونو د سوریې په خاوره کې د صهیونیستي رژیم اشغال او تاوتریخوالي پارونکي اقدامات په کلکه غندلي دي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي ویلي دي چې د صهیونیستي رژیم لخوا د سوریې پر وړاندې د هوايي بریدونو په ګډون د پوځي اقداماتو شدت د نولس سوه څلور اویا کال د هغه تړون دوامداره سرغړونه ده چې په سیمه کې د تاوتریخوالي او جګړې د نه شتون په اړه دی، چې صهیونیستانو په مکرر ډول سرغړونه کړې ده.هغه وویل چې دا ډول کړنې د منلو وړ نه دي او د لا زیاتې بې ثباتۍ د سیمه ایز تاوتریخوالي زیاتوالي او په سوریه کې د تاوتریخوالي کمولو او د دوامداره سیاسي لیږد د ترلاسه کولو هڅو ته زیان رسوي.دا غبرګون په داسې وخت کې راځي چې د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو وروسته، صهیونیستانو د اشغال شوي جولان برخې نیولي دي او د درعا او قنیطره ولایتونو په سیمو کې یې هم پرمختګ کړی دی.