کابل کې په امریکایانو د برید مسوول نیول کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41398-کابل_کې_په_امریکایانو_د_برید_مسوول_نیول_کیدل
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د دغه هېواد استخباراتي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې پر امریکايي ځواکونو د برید مسؤل کس نیولی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 15, 1403 14:11 Asia/Kabul
  • کابل کې په امریکایانو د برید مسوول نیول کیدل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې د دغه هېواد استخباراتي ځواکونو د کابل په هوايي ډګر کې پر امریکايي ځواکونو د برید مسؤل کس نیولی دی.

ټرمپ د امریکا کانګرس ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د پاکستان حکومت هم د دې کس په نیولو کې ورسره همکاري کړې ده.درې نیم کاله وړاندې کله چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وتل د کابل هوايي ډګر یوې دروازې ته نږدې یو خونړی برید وشو چې دیارلس امریکایي سرتیري یې ووژل.په ورته وخت کې له یو سل اویا څخه زیاتو افغانانو چې غوښتل یې له افغانستان څخه ووځي خپل ژوند له لاسه ورکړ.د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې او د مرکزي استخباراتو ادارې وویل چې دوی دغه سړی تیره شپه نیولی دی.په هغه وخت کې د داعش خراسان ډلې د دې برید پړه په غاړه واخیسته.په همدې حال کې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل په هوايي ډګر د برید د اصلي طراح د نیولو په اړه د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان په خاوره کې د دې کس نیول د یاد هیواد په خاوره کې د داعش د ځالو شتون په ګوته کوي.هغه زیاته کړه چې دا اقدام په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیتونو په اړه یو بل ټینګار دی.