د کرکټ اتلانو جام سیالیو دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41397-د_کرکټ_اتلانو_جام_سیالیو_دوام
د دوه زره پنځه ویشتم کال د کرکټ اتلانو جام د نیمه پای لوبې سیالۍ په دوام نیوزیلینډ او سویلي افریقا سره مخ شول
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 15, 1403 14:10 Asia/Kabul
  • د کرکټ اتلانو جام سیالیو دوام

د دوه زره پنځه ویشتم کال د کرکټ اتلانو جام د نیمه پای لوبې سیالۍ په دوام نیوزیلینډ او سویلي افریقا سره مخ شول

دا د سیالیو په دې لړۍ کې دویمه لوبه ده د سې شنبې په ورځ هند او اسټرالیا په همدې پړاو کې یو بل سره مخامخ شول.یوه په زړه پورې لوبه چې هند وکولای شول د اسټرالیا ټیم ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړي او د نومرو په جدول کې خپل لوړ ځای ونیسي.افغانستان په دې سیالیو کې د سویلي افریقا په وړاندې یوه ماتې، د انګلستان په وړاندې یوه بریا او د آسټرالیا په وړاندې یوه مساوي لوبه هم درلوده.که څه هم د افغانستان ملي لوبډلې ډېره وړتیا وښوده او کولای شول چې نیمه پای لوبې ته ځان ورسوي؛ خو دوی له اسټرالیا څخه یوازې د یوې نمرې شاته پاتې کېدو له امله له سیالۍ څخه ووتل.د یادونې وړ ده چې ګټونکې لوبډله به نن فاینل ته لاړه شي او په فاینل کې به د هند د کرکټ ملي لوبډلې سره مخ شي.