تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته
حوت 14, 1403 13:14 Asia/Kabul
تیره شپه په تورخم کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې. دا شخړه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د یکشنبې په شپه هم د دواړو لورو ترمنځ نښته کې یو تن ووژل شو،د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزارت ویلي چې د تېرې شپې نښته د پاکستاني پوځیانو لخوا پیل شوه چې افغان ځواکونو یې هم پر وړاندې غبرګون وښود