افغانستان کې د یوناما له ماموریت د مجاهد نیوکه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41371-افغانستان_کې_د_یوناما_له_ماموریت_د_مجاهد_نیوکه
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر ماموریت اغیزمن نه وو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 14, 1403 13:13 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د یوناما له ماموریت د مجاهد نیوکه

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر ماموریت اغیزمن نه وو.

مجاهد رسنیو ته په استولي پيغام کې ادعا وکړه چې یوناما د افغانستان سرپرست حکومت په اړه ملګرو ملتونو ته ناسم راپور وړاندې کويهغه زیاته کړه چې یوناما افغانستان کې د امنیتي پرمختګونو او ثبات په تړاو هیڅ کله هم ملګرو ملتونو ته راپور نه دی ورکړید سرپرست حکومت ویاند زیاته کړه چې یوناما تل هڅه کړې ترڅو نړیوالې ټولنې ته د حکومت منفي اړخونه وړاندې کړیدا په داسې حال کې ده چې یوناما تل په خپلو راپورونو کې زده کړې او کار څخه د افغان ښځو او نجونو محرومیت یاد کړید یادونې وړ ده چې د یوناما ماموریت به د مارچ تر اوولسمې پورې په افغانستان کې پای ته ورسېږي او ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا وغځول شي