افغانستان ته د ازبیکستان د برښنا تعرفه
د ازبیکستان د برېښنا ملي شبکې شرکت ویلي چې افغانستان ته د برېښنا صادراتو په بیو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
دغه شرکت ویلي چې د تعرفې کمولو په اړه ادعاوې ناسمې دي او په دې برخه کې ژمنه شوې پیسې د پخوا په څیر پاتې دي.دا په داسې حال کې ده چې ازبیکستان ته د ملا عبدالغني برادر له سفر وروسته ځینو رسنیو د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال له قوله راپور ورکړی و چې ازبیکستان افغانستان ته د برېښنا صادراتي تعرفې کمې کړې ديد ملا برادر له قوله دا هم ویل شوي چې له ازبیکستان څخه افغانستان ته د برېښنا د وارداتو د کچې د زیاتوالي لپاره هوکړې شوې دي.ازبیکستان د افغانستان لپاره د برېښنا د وارداتو یو له مهمو ځایونو څخه دی، چې په کال کې څلور سوه پنځوس میګاواټه برېښنا ته رسیږي. خو په ځینو مواردو کې، ازبیکستان د کورنیو اړتیاوو له امله افغانستان ته خپل صادرات کم کړي دي.