د ورستیو سیلابونو له امله د ۴۰ تنو وژل کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41342-د_ورستیو_سیلابونو_له_امله_د_۴۰_تنو_وژل_کیدل
د سرپرست حکومت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په جنوب لویدیځ کې، سیلابونو لږ تر لږه څلویښت کسان وژلي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 13, 1403 14:06 Asia/Kabul
  • د ورستیو سیلابونو له امله د ۴۰ تنو وژل کیدل

د سرپرست حکومت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي وايي چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په جنوب لویدیځ کې، سیلابونو لږ تر لږه څلویښت کسان وژلي دي.

یاده اداره وايي چې د دغه قربانیانو اکثریت د فراه، هلمند او کندهار ولایتونو څخه دي او په دې پیښو کې له پنځوسو څخه زیات نور ټپیان شوي دي.د سیلابونو سربیره، سخت طوفانونه، واوره، او درانه بارانونه چې د خلکو د کورونو د نړیدو لامل شول د دې مرګ ژوبلي یو بل لامل وو.ویل کیږي چې د دې پیښو ډیری قربانیان ښځې او ماشومان وو.د هوا پېژندنې ادارې پرون هم خبرداری ورکړ چې د دې اونۍ د یکشنبې څخه تر سې شنبې پورې به د افغانستان نږدې دېرش ولایتونه د پورته ذکر شویو پیښو سره مخ شي.کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او غزني د هغو ولایتونو له ډلې څخه دي چې ممکن د سیلابونو او طوفانونو لوړه کچه ولري.د دې پیښو له امله د اقتصادي زیانونو د کچې په اړه تر اوسه پورې کره شمېره نده ورکړل شوي.