تورخم بندر کې وسلواله شخړه
ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو د تورخم په بندر کې د سرپرست حکومت ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې په دې پیښه کې د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا د لنډي کوټل سیمې یو ځايي موټر چلوونکی وژل شوی دی.د پاکستان پوځي چارواکو ویلي چې شخړه په لومړي سر کې د سرپرست حکومت ځواکونو له خوا پیل شوې وه چې د تورخم په بندر کې یې پر یوې پوستې برید وکړ.دا په داسې حال کې ده چې کابل څخه یو پلاوی د یکشنبې په ورځ د تورخم بندر د بیا پرانستلو په تړاو د خبرو اترو لپاره دې سیمې ته سفر وکړویل کیږي چې دا خبرې اترې ظاهرا کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په پېښور کې د سرپرست حکومت قونسل جنرال حافظ محب الله شاکر سره په یوه لیدنه کې د بندر د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې وه.ګنډاپور وویل چې د تورخم بندر تړل د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره یو لوی اقتصادي ګوزار دی.کابل وايي چې اسلام آباد په یو اړخیز ډول د تورخم بندر د سوداګریزو موټرو او عامو خلکو پر مخ تړلی دی.