د کرکټ اتلانو جام لوبه
حوت 12, 1403 13:32 Asia/Kabul
د سویلي افریقا او انګلستان ترمنځ د کرکټ اتلانو جام وروستۍ لوبه د پاکستان په کراچۍ لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې لوبه کې، د سویلي افریقا ټیم انګلستان ته په پرله پسې توګه درېیمه ماتې ورکړه او د پنځو نمرو په تر لاسه کولو سره د سیالۍ نیمه پای لوبې ته ورسید.انګلستان په دې لوبه کې یوازینۍ لوبډله شوه چې په درېیو لوبو کې یې یوه نمره هم نه ده ترلاسه کړې.پاکستان او بنګله دېش هم له لومړي ګروپ څخه ووتل خو یوه نمره ترلاسه کړه.انګلستان د اسټرالیا، افغانستان او سویلي افریقا په وړاندې د درېیو پرله پسې ماتو سره له ټورنمنټ څخه بهر شو.