کندهار کې د روژې جام کرکټ سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41303-کندهار_کې_د_روژې_جام_کرکټ_سیالۍ
په کندهار کې د روژې جام کرکټ سیالۍ د دولسو لوبډلو په ګډون سره پیل شوې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 12, 1403 13:31 Asia/Kabul
  • کندهار کې د روژې جام کرکټ سیالۍ

په کندهار کې د روژې جام کرکټ سیالۍ د دولسو لوبډلو په ګډون سره پیل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې دا سیالۍ به د لسو اورونو په بڼه ترسره شي او دولس لوبډلې به په دې ټورنمنټ کې برخه واخلي.په دې لوبه کې ګډون کوونکي ټیمونه د شپږو ټیمونو په دوو ګروپونو ویشل شوي دي او د اتلولۍ جام ګټلو لپاره به د شلو ورځو لپاره د یو بل سره سیالي وکړي.په افغانستان کې د رمضان جامونو ترسره کول د سپورتي سیالیو یو مشهور دود دی.د روژې جامونو د ترسره کولو اصلي هدف د سیالۍ لپاره د سالم چاپیریال رامینځته کول او سپورټ ته د ځوانانو هڅول دي چې په فزیکي فعالیتونو کې برخه واخلي.