یوه میاشت کې د ۳۸ زره اوکرایني ځواکونو وژل کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41301-یوه_میاشت_کې_د_۳۸_زره_اوکرایني_ځواکونو_وژل_کیدل
د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې اوکراین په تېره میاشت کې اته دیرش زره او نهه سوه سرتیري له لاسه ورکړي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 12, 1403 13:30 Asia/Kabul
  • یوه میاشت کې د ۳۸ زره اوکرایني ځواکونو وژل کیدل

د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې اوکراین په تېره میاشت کې اته دیرش زره او نهه سوه سرتیري له لاسه ورکړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې د روان کال په فبروري کې، په اوکراین کې د بسیج کولو مرکزونو له اته ویشت زرو څخه کم اوکراینیان استخدام کړل.د روسیې دفاع وزارت دا هم ویلي چې د سرتیرو د استخدام له لارې د ځواکونو د وضعیت د ښه کولو لپاره د اوکراین هڅې ناکامې شوې دي.دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د پولیتیکو مجلې په یوه مقاله کې د اوکراین پوځ د جګړې له امله تر فشار لاندې بللی و او لیکلي یې وو چې دا جبهه د قوماندې په کچه د ننګونو له امله د سقوط په حال کې ده.د هغه راپور له مخې چې د اوکراین ولسمشر لخوا په دسمبر کې وړاندې شو، یاد هیواد د اوکراین د جګړې په تیرو دریو کلونو کې له درې څلویښت زرو څخه ډیر سرتیري له لاسه ورکړي دي.