کابل کې آرزو تلویزیون ته د فعالیت اجازه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41298-کابل_کې_آرزو_تلویزیون_ته_د_فعالیت_اجازه
په کابل کې د آرزو خصوصي ټلویزیون دفتر اعلان وکړ چې له نږدې درې میاشتو ځنډ وروسته یې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 12, 1403 13:26 Asia/Kabul
  • کابل کې آرزو تلویزیون ته د فعالیت اجازه

په کابل کې د آرزو خصوصي ټلویزیون دفتر اعلان وکړ چې له نږدې درې میاشتو ځنډ وروسته یې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.

د آرزو ټلویزیون مشر بصیر عابد وویل چې دا اقدام له امربالمعروف وزارت تر هوکړې وروسته ترسره شو، او د رسنیو ټولو کارمندانو ته اجازه ورکړل شوه چې بیرته کار ته ستانه شي.آرزو ټلویزیون د قوس په څوارلسمه نیټه د استخباراتي ځواکونو او د امربالمعروف ادارې لخوا وتړل شو، او د هغې اووه کارمندان ونیول شول.چې د دې اقدام لامل هم د اسلامي اصولو خلاف خپرونې وبلل شوېامربالمعروف وزارت ادعا کړې وه چې دا ټلویزیوني چینل، د جلاوطنو رسنیو سره په همکارۍ د اسلامي اصولو خلاف ډرامې خپرويد آرزو تلویزیون د مشر په وینا، محکمې پریکړه وکړه چې د تلویزیون کارمندان بې ګناه دي او د دوی د فعالیتونو په دوام کې کومه ستونزه نشته. د هغه په وینا، د تلویزیون د بیا پرانستلو لپاره کوم ځانګړي شرایط نه دي وړاندې شوي.