د صهیونیستانو په وتلو د لبنان ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41250-د_صهیونیستانو_په_وتلو_د_لبنان_ټینګار
د لبنان لومړي وزیر نواف سلام یو ځل بیا ټینګار کړی چې صهیونیستي رژیم باید په بشپړه توګه د لبنان له خاورې ووځي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 11, 1403 14:52 Asia/Kabul
  • د صهیونیستانو په وتلو د لبنان ټینګار

د لبنان لومړي وزیر نواف سلام یو ځل بیا ټینګار کړی چې صهیونیستي رژیم باید په بشپړه توګه د لبنان له خاورې ووځي.

هغه چې تېره ورځ یې له جنګ ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه وویل چې د لبنان له خاورې څخه د سمدستي وتلو په برخه کې هر ډول ځنډ به د هیواد د حاکمیت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یو زر او اووه سوه یو پریکړه لیک سرغړونه وګڼل شي.دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال منځګړیتوب سره، د صهیونیستي رژیم او لبنان ترمنځ اوربند، د لیندۍ په اوومه نیټه د بیروت په وخت نافذ شو. خو صهیونیستانو د اوربند له پیل راهیسې سلګونه ځله سرغړونه کړې ده.په ورته وخت کې؛ دوی په وار وار د لبناني کډوالو مخه نیولې ده چې د هیواد په جنوب کې ځینو ښارونو او کلیو ته راستانه شي.د لبنان نورو چارواکو هم د اشغالګرو د دې چلند په اړه په وار وار غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې صهیونیسټان باید ژر تر ژره له هیواده ووځي.