د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری
حوت 11, 1403 14:50 Asia/Kabul
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا ویلي دي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو سخت بحران ته باید جدي پاملرنه وشي.
هغه وويل چې مرستندويه ادارې دا مهال په افغانستان کې د خوړو په برابرولو کې له يوې لويې ننګونې سره مخ دي.هغه دا هم وویل چې په افغانستان کې روغتیايي وضعیت ډېر جدي دی او په وروستیو کلونو کې د ماشومانو او ښځو د مړینې لوړه کچه په خطرناکه توګه لوړه شوې ده.میرمن اوتونبایوا ویلي دي چې اوس مهال تر ټولو مهمه خبره د خلکو لپاره خواړه چمتو کول دي. موږ هڅه کوو چې ټوله مرستندویه ټولنه قانع کړو چې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه چمتو کړي.