د روژې مبارکې میاشتې د پیل اعلان
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41245-د_روژې_مبارکې_میاشتې_د_پیل_اعلان
د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کې د سعودي عربستان، فلسطین، اندونیزیا، آسټرالیا، ترکیه، قطر او مصر هیوادونو د شنبې ورځ د روژې د مبارکې میاشتې د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 11, 1403 14:46 Asia/Kabul
  • د روژې مبارکې میاشتې د پیل اعلان

د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کې د سعودي عربستان، فلسطین، اندونیزیا، آسټرالیا، ترکیه، قطر او مصر هیوادونو د شنبې ورځ د روژې د مبارکې میاشتې د لومړۍ ورځې په توګه اعلان کړه.

د افغانستان سرپرست حکومت هم اعلان کړی چې شنبه د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.د پورته ذکر شویو هیوادونو سربیره، متحده عربي اماراتو، بحرین، کویت، عمان، لبنان، مراکش، تونس، موریتانیا، اندونیزیا او مالیزیا هم نن د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.له بلې خوا، د ایران اسلامي جمهوریت، پاکستان، بنګله دیش، هسپانیه، روسیه، جاپان، سینګاپور او تایلینډ د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې سبا، یکشنبه یې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د شیعه علماوو شورا د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د خلکو اقتصادي ستونزو ته اشاره وکړه او له مرستندویه ادارو یې وغوښتل چې له اړمنو سره د مرستې لپاره بیړه وکړي، او همدارنګه یې د سرپرست حکومت له چارواکو وغوښتل چې نرخونه کنټرول کړي.