د تورخم تړل کیدو ۱۲ میلیوني زیان
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41207-د_تورخم_تړل_کیدو_۱۲_میلیوني_زیان
د تورخم بندر د څو پرله پسې ورځو تړلو وروسته د پاکستان ګمرکي چارواکو اعلان وکړ چې دې مسلې تر اوسه دواړو هېوادونو ته دولس میلیونه ډالر زیان رسولی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 09, 1403 13:59 Asia/Kabul
  • د تورخم تړل کیدو ۱۲ میلیوني زیان

د تورخم بندر د څو پرله پسې ورځو تړلو وروسته د پاکستان ګمرکي چارواکو اعلان وکړ چې دې مسلې تر اوسه دواړو هېوادونو ته دولس میلیونه ډالر زیان رسولی دی.

دا بندر چې له شنبې راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوی دې کار د بندر دواړو خواوو ته د سلګونو موټرو د ګڼې ګوڼې لامل شوی او د دواړو هېوادونو سوداګریز توکي بند شوي دي.د دې بندر د تړلو اصلي لامل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرپرست حکومت د ځواکونو لخوا د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي پوستو د جوړولو پر سر شخړه ده.د تورخم لاره د پاکستان لخوا څو ځله په یو اړخیزه توګه محدوده شوې ده، او افغانستان په ځواب کې له اسلام آباد څخه غوښتي چې سیاسي مسایل له اقتصادي مسلو سره ونه تړي.