سیمه ییزو بدلونونو لپاره د یمن چمتوالی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41203-سیمه_ییزو_بدلونونو_لپاره_د_یمن_چمتوالی
د یمن د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې که چیرې ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي، نو هیواد به یې د احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره اړین چمتووالی ونیسي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 09, 1403 13:55 Asia/Kabul
  • سیمه ییزو بدلونونو لپاره د یمن چمتوالی

د یمن د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې که چیرې ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي، نو هیواد به یې د احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره اړین چمتووالی ونیسي.

د یمن د بهرنیو چارو او کډوالو وزیر جمال احمد عامر په صنعا کې په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د فلسطین په وړاندې د دغه هیواد دریځ ټینګ دی او یمن په دې برخه کې د هر ډول پرمختګ لپاره بشپړ چمتو دی.د یمن د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دوی دریځ دا دی چې په غزه کې نسل وژنه ودرول شي ترڅو دوی هم په سره سمندر کې پوځي عملیات ودروي.هغه وويل چې يمن د لسو کلونو لپاره تر اقتصادي بنديزونو او محاصرې لاندې و، خو په سره سمندر کې يې هيڅ عمليات نه دي کړي. خو هغه د دې موضوع پر سر له صهیونیستي دښمن سره جګړه وکړه.