افغانستان کې د درېیو بهرنیانو نیول کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41177-افغانستان_کې_د_درېیو_بهرنیانو_نیول_کیدل
سرپرست حکومت کورنیو چارو وزارت رسنیو ته تایید کړه چې په افغانستان کې درې بهرني وګړي او د هغوی ژباړونکی نیول شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 08, 1403 14:34 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د درېیو بهرنیانو نیول کیدل

سرپرست حکومت کورنیو چارو وزارت رسنیو ته تایید کړه چې په افغانستان کې درې بهرني وګړي او د هغوی ژباړونکی نیول شوي دي.

د دې ادارې ویاند عبدالمتین قانع وویل چې په نیول شویو کسانو کې دوه برتانوي وګړي شامل دي چې د افغانستان پېژندپاڼې هم لري او یو چنايي الاصله امریکايي دی.دا په داسې حال کې ده چې یو پخوانی کاناډایی عسکر هم په افغانستان کې نیول شوی و چې وروسته د قطر په منځګړیتوب خوشې شو.د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت تر اوسه د دې کسانو د نیولو لامل ندی روښانه کړی