د سرپرست حکومت لخوا د ۲۷ پروژو منظورۍ
حوت 08, 1403 14:32 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د تدارکاتو کمیسیون د درې میلیارده افغانیو په ارزښت د اوه ویشت ملي پروژو قراردادونو خبر ورکړ
دا کمیسیون، چې مشري یې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر کوله ترسره شو. د کابل په ختیځ کې د ترانسپورتي ترمینل جوړول، په کابل کې د جمهوريت روغتون د مختلفو برخو بشپړول، په هرات کې د پاشدان او په فراه کې د بخش آباد او څو نورې پروژې منظور شوې .د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې اووه دېرش پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې له دې جملې څخه اووه ویشت منظور او اووه نورې تعدیل شوې.دوه نورې پروژې هم د تدارکاتي ستونزو له امله وځنډول شوې.