ننګرهار کې د حکومتي عوایدو زیاتوالی
حوت 08, 1403 14:30 Asia/Kabul
ننګرهار ولایت کې د سرپرست حکومت چارواکي وايي چې په روان لمریز کال کې په دې ولایت کې دوه سوه اویا میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
ننګرهار ولایت کې د سرپرست حکومت د کرنې او سوداګرۍ شرکت د بازار موندنې رییس، ندی الله نیازي ویلي دي چې تمه کیږي د روان لمریز کال تر پایه پورې د دې ادارې عواید درې سوه میلیونه افغانیو ته لوړ شي.هغه همدارنګه په دغه ولایت کې د شاوخوا درې څلویښت زره جریبه د کانال ځمکې د پیژندلو اعلان وکړ چې د خلکو لخوا غصب شوې وه، او وویل چې شاوخوا دوه زره جریبه ځمکه بیرته ګرځول شوې ده.هغه د خصوصي کرنیزو شرکتونو سره د دوه ویشت زره جریبه مالټو باغونو د جوړولو قراردادونو یادونه هم وکړه، چې کولی شي د افغانستان کورني اړتیاوې پوره کړي.