د ټرامپ امر پر وړاندې د فدرال قاضي حکم
حوت 08, 1403 14:28 Asia/Kabul
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو د پناه غوښتلو لړۍ د ځنډولو امر کړی، په داسې حال کې چې پرون د دغه هېواد یو فدرالي قاضي امر وکړ چې دا امر دې ژر تر ژره ودرول شي.
دا قاضي د هغو ډلو له شکایت وروسته چې د افغان او ایراني کډوالو ملاتړ کوي چې په زور له متحده ایالاتو څخه ایستل کیږي. دا حکم صادر کړی دی.د کډوالو د ملاتړ ډلو ویلي دي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فرمان به په ځانګړي ډول د دوه سوه زره افغان کډوالو برخلیک اغیزمن کړي.خو اوس دغه قاضي په خپل لومړني حکم کې اعلان کړی چې د ټرمپ اجرایوي فرمان د امریکا د کډوالو له هغه قانون څخه سرغړونه ده چې نوولس سوه اتیا کال کې تصویب شویخو لا څرګنده نه ده چې ایا ټرمپ به د محکمې حکم ومني او کنه