په سوریې د صهیونیستي رژیم هوايي برید
حوت 08, 1403 14:27 Asia/Kabul
په سوریه کې خبري سرچینو راپور ورکړی چې د صهیونیستي رژیم جنګي الوتکو د دمشق سویل او د درعا ولایت ځینې سیمې تر برید لاندې نیولي
د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د پلازمینې سویل لویدیځ کې د الکیسوت په سیمه کې د سوریې د پوځ د لومړۍ فرقې پر اډې لږترلږه څلور ځله برید شوی دی.دا هم ویل کیږي چې دغو جنګي الوتکو د دمشق، درعا او قونیطره ولایتونو په اسمان کې په پراخه کچه الوتنې کړې دي، او د سوریې له هوايي حریم څخه یې سرغړونه کړې ده.د دې جنګي الوتکو د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.د سوریې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته، صهیونیستي رژیم نه یوازې د هیواد نوې برخې ونیولې؛ بلکې هره ورځ د سوریې په یو شمیر ولایتونو بمباري کوي.