د افغانستان او انګلستان ترمنځ لوبه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41169-د_افغانستان_او_انګلستان_ترمنځ_لوبه
د اتلانو جام د سیالیو په دوام، د افغانستان او انګلستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن پیل شوه
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 08, 1403 14:26 Asia/Kabul
  • د افغانستان او انګلستان ترمنځ لوبه

د اتلانو جام د سیالیو په دوام، د افغانستان او انګلستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن پیل شوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.دا لوبه د پاکستان د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره کیږي.د نن ورځې لوبه د افغانستان او انګلستان لوبډلو لپاره مهمه ګڼل کېږي ځکه چې بایلونکې لوبډله به د اتلانو جام څخه بهر شي.تر دې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د سویلي افریقا پر وړاندې د یو سل او اووه منډو په توپیر وبایلله.د انګلستان لوبډلې هم په دې جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې د اسټرالیا په وړاندې ماتې وخوړه.