کابل ته د پنجشیر اوبو لېږد پروژه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41109-کابل_ته_د_پنجشیر_اوبو_لېږد_پروژه
د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وايي چې کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد پروژې سروې او ډیزاین بشپړ شوی او عملي کار به یې د کابینې له تصویب او تمویل وروسته پیل شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 06, 1403 14:32 Asia/Kabul
  • کابل ته د پنجشیر اوبو لېږد پروژه

د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وايي چې کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد پروژې سروې او ډیزاین بشپړ شوی او عملي کار به یې د کابینې له تصویب او تمویل وروسته پیل شي.

هغه وويل چې دا کولی شي په کابل کې د اوبو د کمښت یوه لویه برخه حل کړي.د سرپرست حکومت چارواکي دا هم وویل چې کابل ته نږدې د شاه او عروس بند بشپړ شوی او د للندر شاتوت بند پروژه هم د راتلونکي کال په بودیجه کې شامله شوې ده.د یادونې وړ ده چې کابل ته د پنجشیر د اوبو د لیږد پروژه د جمهوريت دورې په جریان کې ډیزاین شوې وه. خو پخوانی حکومت یې په پلي کولو کې پاتې راغی.