د امریکايي وسلو ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ غوښتنه
حوت 05, 1403 13:29 Asia/Kabul
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې سرپرست حکومت باید د دوی پوځي تجهیزات بیرته ورکړي.
هغه وويل چې په افغانستان کې په ځانګړو مراسمو کې د امريکايي وسلو نندارې هغه په غوسه کړی.هغه نن د محافظه کار سیاسي فعالیت تر نامه لاندې په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې که چیرې سرپرست حکومت د دوی وسلې وروسپاري د خپلو مرستو لړۍ ته به دوام ورکړيدا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت، د دې موضوع په اړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړۍ غوښتنې په ځواب کې، ویلي وو چې دا تجهیزات غنیمت دي او بیرته به متحده ایالاتو ته ورنکړل شي