په افغانستان د برید په تړاو د اسحاق ډار څرګندونې
حوت 05, 1403 13:28 Asia/Kabul
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي دي دوی اړ شول چې پر افغانستان برید وکړي؛ ځکه چې د دې هیواد خاوره د پاکستان پر ضد کارول شوې ده.
هغه د تېر کال د دسمبر په پنځه ویشتمه په پکتیکا ولایت کې هوایي بریدونو ته اشاره کوله چې شاوخوا پنځوس کسان یې ووژل، چې ډیری یې ملکي وګړي وو.اسحاق ډار وايي چې دا عمل په حقیقت کې د ځان دفاع وه او دوی د وسله والو مخالفو ډلو پټنځایونه په نښه کړل .هغه دا هم وویل چې پاکستان به هیڅ برید بې ځوابه نه پریږدي، مهمه نده چې برید له کوم هیواد څخه وي.هغه ویلي دي چې هیڅ هیواد باید اجازه ورنکړي چې خپله خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.