افغانستان کې د برښنايي پېژندپاڼو د ویش بهیر
حوت 05, 1403 13:27 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ادارې د یکشنبې په ورځ وویل چې تر اوسه پورې له دوه سوه اویا زره او شپږ سوه او پنځوس تنه څخه زیاتو کسانو ته برښنايي پېژندپاڼې ویشل شوي دي.
دې ادارې په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي چې کابل، بلخ، هرات، کندهار او هلمند په څېر ولایتونو کې یې تر ټولو ډیرې پېژندپاڼې ویشلي ديد سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو څانګې په دې وروستیو کې په یوه احصایه کې ویلي چې په افغانستان کې د پېژندپاڼو د ویش له پیل راهیسې له پنځلس میلیون څخه زیات خلک توانیدلي چې تذکرې ترلاسه کړي.همدارنګه په ایران، پاکستان او ترکیه کې د پېژندپاڼو د وېش مرکزونو د فعالولو ژمنه هم کوي.