هیواد ته د زرګونو افغانانو ستنیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41081-هیواد_ته_د_زرګونو_افغانانو_ستنیدل
د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه میاشت کې زرګونه افغانان له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 05, 1403 13:26 Asia/Kabul
  • هیواد ته د زرګونو افغانانو ستنیدل

د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه میاشت کې زرګونه افغانان له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل چې له دې ډلې څخه، لس زره او شپږ سوه څخه ډیر له ایران ، درې زره درې سوه څخه ډیر له پاکستان او یو سل او پنځوس تنه له ترکیې څخه هیواد ته راستانه شوي دي.مخکې له دې، د سرپرست حکومت چارواکو ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د ژوند شرایط د قناعت وړ دي او کډوال باید خپل هیواد ته ستانه شي.خو؛ د بې کارۍ او د خلکو د کمزوري اقتصاد په څېر ستونزې د هغو ستونزو له ډلې څخه دي چې افغانان یې له خپل هیواد څخه کډوالۍ ته اړ کړي دي.