د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا
حوت 05, 1403 13:24 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې ازبیکستان ته د هغه د سفر اصلي موخه د سوداګریزو او ټرانزیټی اړیکو د زیاتوالي او د ګډو سوداګریزو زونونو د جوړولو په اړه بحث کول وو.
د دې سفر په جریان کې، د سرپرست حکومت پلاوي د ازبیکستان لخوا په افغانستان کې د افغان-ټرانس او د پنځه سوه کیلو ولټه بریښنا لین پروژې په پیل هم ټینګار وکړ.په ورته وخت کې؛ د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه یوف ویلي دي چې هیواد یې په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونې ته چمتو دی.د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم د دې سفر په اړه وویل چې د دې سفر موخه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټ او سوداګریزو اړیکو پراختیا او په افغانستان کې د ازبیکستان پانګونې د راجلبولو لپاره د اساس برابرول دي.